به ویبسایت افغان تیزیس خوش آمدید/ د افغان تیزیس ویبسایټ ته ښه لاغلاست

دحقوق جزامکتبونه

سال

: 2020.11.07

ګروه ها

: حقوق

قیمت

: 1000

تعداد صفات

: 55

کد فایل

: 550

مقطع

: لیسانس

 مقدمه: الحمد الله رب العالمين و العاقبة للمتقين والصلاة والسلام على سيد النبياء و المرسلين الذي بعث بالحق فار قابين الحق و الباطل و على آله و صحبه و التابعين و على کل من جاهد في سبيله الى يوم الدين .امابعد: لکه څرنګه چې پوهيږو په عمومي ډول هرعمل د ضرورت په اساس رامنځته کيږي او شخص غواړي چې د هغه په کولو کې تمايل وکړي. داهم يو ښکاره حقيقت دي چې انسان يو اجتماعي مخلوق دي او نشي کولاي چې په انفرادي او يو اځيتوب سره ژوند تير کړي بلکه مجبور دي چې په ټولنه کې د ټولو خلکو سره يو ځاي ژوند وکړي نو چې په يوه ټولنه کې هر شخص احتياج او ضرورت لري نو بناً که چيرې د ټولنې د افرادو اقدامات او اعمال د ضرورتونو د رفع کولو او د غوښتنو د پوره کولو لپاره بدون د حد او قيد څخه او يا بدون د مقرراتو په چوکاټ کې انجام شي ، په يقينې توګه ويلاي شو چې ددې افرادو دا اعمال او اقدامات يو د بل سره په ټکر کې واقع کيږي او په ټولنه کې د بې نظمۍ ، د حقوقو د تلف کيدو او د نورو د حقوقو تر پښو لاندې کيدو سبب کيږي ، د دې څخه داسې ايجاب کيږي چې د انسانانو اعمال او قدامات د قانون په چوکاټ کې صورت ونيسي، اما ددې قواعدو او مقرراتو باوجود ځينې افراد په ټولنه کې شته چې په خپلو مشروعو حقوقو باندې اکتفا نه کوي او پدې هڅه کې دي تر څو د خپلو غوښتنو او حوايجو د پوره کولو لپاره د نورو په حقوقو باندې تجاوز وکړي نو ددې تجاوزاتو په نتيجه کې قانوني تخلفات او جرايم رامنځته کيږي. نو څرنګه چې په يوه ټولنه کې جرايم يو قسم نه دي ، نو په ځينو ټولنو کې حيرانوونکي جرايم ترسره کيږي . په هر ترتيب د مجرمينو موجوديت ددې مستوجب دي تر څو جزاګانې وجود ولري او په مجرمينو باندې تطبيق شي تر څو د هغه په تطبيق سره د يوې خوانه مجرمين اصلاح اوتربيه شي او د بلې خوانه ټولنه د مجرمينو په مقابل کې دفاع او حمايه شي . بايد له ياده ونه باسو چې د حقوق جزا علم ډير اوږد او طولاني قدامت لري چې حتې قرون اولى اوهغه ابتدايي بشري ټولنو ته رسي کوم چې بشر په ډير ابتدايي شکل ژوند  درلود، او دولتونه لاايجاد شوي نه وه، په هغه وخت کې هم يو تعداد کسان موجود وه چې د نورو اشخاصو په مال ، ځان او ابرو باندې تجاوز کاوه، د بلې خوا په انسانانو کې دا يوه طبعي غريزه ده چې کله هم د تجاوز لاندې قرار ونيسي نو د انتقام روحيه پکې را اوچتيږي او د متجاوز شخص څخه د انتقام اخستلو کوشش کوي نو د همدې فطري غريزې په نظر کې نيولو سره ويلاي شو چې د حقوق جزا قواعد د هماغه انساني ژوند د لمړيو وختونو څخه وجود درلود ، او کله چې د ژوندانه په ټولو ساحو کې پيشرفت او تکامل منځته راغي نو ورسره د حقوق جزا په قواعدو او مقرراتو کې هم بدلون او تحولات منځته راغلل او کله چې دولتونه منځته راغلل نو بيا هم دومره قوي نه وه چې جنايي مسايلو ته رسيدګي وکړي نو بناً ويلاي شو چې په هغه خت کې د مجرمينو په مقابل کې کوم عکس العمل ښودل کيده بدون د دولت د مداخلې پخپله د خصوصي افرادو لخوا د انتقام اخستلو په منظور وه ، او انتقام اخستل ډير مهم وه تردې حده چې انتقام اخستل د مجني عليه او د هغه د خپلوانو لپاره د ټولو څخه لومړي او ضروري وجيبه وه او د انتقام نه اخستل د مجني عليه او دده د کورنۍ د حيثيت، وقار او شهامت د نه موجوديت په معنې وه او بې غيرتي ګڼل کيده نو همدا وجه وه چې انتقام اخستل هم ډير شديد او بې رحمانه وه ، د مثال په ډول په ژوندون د پوستکي ايستل ، په دار ځړول ، په حيواناتو پورې تړل ، ژوندي تر خاورو لاندې کول دبدن د عضوې پرې کول او داسې نور... يعنې هر څومره به چې انتقام سخت او شديد وو په هماغه اندازه د انتقام اخستونکي عزت او وقار ګڼل کيده . د وخت په تيريدو سره دغه دولتونه تر يو حده يي په جنايي معاملاتو کې مداخله کوله او نه يي پريښوده چې په غچ اخستلو کې تيري وکړي ، نو د انتقام اخستلو لپاره يي بعضې قيودات وضع کړل چې مجني عليه به مجبور وي چې د دغه قيوداتو په چوکاټ کې انتقام واخلي او د دې  چوګاټ څخه يي تجاوز نشو کولاي خو ددې سره سره بياهم دولتونه ابتدايي و او کافي قدرت يي نه درلود ځکه نو يواځې د قواعدو په وضع کولو يي اکتفا کوله او انتقام اخستنه بيا هم خصوصي افرادو ته پريښي وه . کله چې د دولتونو قدرت ورځ له ورځې زياتيده نو کوشش يي وکړ چې د خصوصي افرادو لاس د غچ اخستنې او د مجازاتو د تطبيق څخه لنډ کړي او کله چې په اووم ميلادي پيړۍ کې د محمد ص په رهبرۍ د اسلام مقدس دين خلکو ته راغي او د اسلام په منځته راتګ نه يواځې چې جزا د انسانانو پورې منحصره او محدوده شوه بلکې د انسانانو د جملې څخه هم يواځې عاقل ، بالغ ، مختار او هم د آزادې ارادې لرونکي اشخاص مسول و پيژندل شول ،اطفال ،ويده او لېونی غيرمسؤل دي  په دي هکله محمدص فرمايلي دي (رفع القلم عن الثلث عن النایم حتی يستقيظ ،عن الصبی حتیَ يحتلم وعن المجنون  حتی یعقل)[1]  علاوه لدې څخه د حقوقو جزا په ساحه کې يوسلسله پرمختګونه منځته راغلل چې د هغه څخه عمده ترين او مهم ترين پرنسيپونه عبارت دي ، د جرايمو او جزاګانو د شخصيوالي پرنسيپ ، د جرايمو او جزاګانو د مشروعيت پرنسيپ ، د جزايي مسوليت د رفعه کيد حالات همدارنګه د تبريئه کوونکي حالات او داسې نور. نودقاعدي له مخي دحقوق اوساسي علومو دپوهنځي لخواپه هرمحصل باندي دايوه وجيبه اومکلفيت ايښودل شوي دي چي په څلورم کال په اخري سميترکي ديوي مشخصي موضوع ترعنوان لاندي دمونوګراف په نوم وليکي داچي دحقوق جزامکتبونه زمونږمحصلينوورونوته ډيرروښانه ندي ددي لپاره چي نوموړي مکتبونه ښه روښانه اوديوي  مجموعي په شکل راټول شي نودهمدي احساس دمخي ماهم خپل مونوګراف دحقوق جزادمکتبونوترعنوان لاندي شروع کړچي زما مونوګراف په دري فصلونومشتمل دي چي اول فصل يي دحقوق جزا پيژندني لپاره اودويم فصل يي هغه مکتبونولپاره  ځانګړي شوي چي په غيراسلامي ټولنوکي رامنځته شوي اوپه همدي ترتيب دريم فصل کي به داسلام حقوق جزا مکتب په تفصيل سره مطالعه کړواوپه اخرکي په عمومي نتيجه ګيري باندي پاي ته به ورسيږي.



 

.

 فهرست

سريزه:   1

لمړي فصل:       4

عمومي معلومات 4

لومړي پرګراف: دحقوق جزا تعريف:          5

لومړي جز: د حقوق جزا لغوي تعريف:       5

الف: حقوق:      5

ب : جزا:            6

دويم جز : د حقوق جزا اصطلاحي تعريف : 6

دريم جز : دحقوق جزا اصطلاح:   6

دويم پرګراف : دحقوق جزا اهميت:          8

لومړي جزا :د تاريخي قدامت له حيثه :     8

دويم جز: د همشګي ضرورت له حيثه :     9

دريم جز: د موضوع له حيثه :       9

دريم پرګراف : دحقوق جزا هد ف:            9

څلورم پرګراف: دحقوق جزا موقف اوموقيعت دحقوقودنوروڅانګوپه مينځ کي: 10

پنځم پرکراف: د حقوق جزا رابطه دغيري حقوقي جنا ئي علوموسره: 11

لمړي جز: د حقوق جزا روابط دکريمنولوژي سره:   11

الف : د حقوق جزا همکاري د کريمنولوژي سره:    11

ب: د کريمنولوژي همکاري د حقوق جزا سره :       12

دويم جزا : د حقوق جزا روابط د کريمناليستک سره:          12

الف : د حقوق جزا همکاري د کريمنالستيک سره: 13

ب : د کريمنالستيک همکاري د حقوق جزا سره:    13

دوهـم فصـل      14

دحقو ق جزا مختلف مکتبو نه      14

لومړي پرګراف : مطلق عدالت مکتب:       15

دويم پرګراف : کلاسيک مکتب:   17

لمړي جز : - د کلاسيک مکتب نظريات:    18

دويم جز : دکلاسيک مکتب په نظرياتوباندي انتقادونه:       19

الف :دغيري مسئولو مجرمينوله حيثه:      19

ب : دنيمه جنون مجرمينوله حيثه:           19

ج : دمجرم دشخصيت اودجرم دعواملوپه نظرکي نه نيولوله حيثه:     20

د : دکلاسيک مکتب تخيلي مجرم:           20

دريم پرګراف : پوزيټويست يامثبتينومکتب: 21

لومړي جز : دپوزيټويست مکتب معرفت:    21

دويم جز :دمجرمينوپه رابطه دپوزيټويست مکتب نظريات:   22

الف :باالفطره مجرمين :  22

ب : مجنون مجرمين :     23

ج : اعتيادي مجرمين :    23

د:اتفاقي مجرمين :        23

هـ:هيجاني مجرمين :     24

دريم جز :دپوزيټويست مکتب په نظرياتوباندي انتقادونه:    25

الف :د ديټرمنيزم فلسفي په هکله:           25

ب :دبالفطره مجرمينوپه هکله:     26

ج :دهيجاني مجرمينوپه هکله:    26

د :دجرم اودهغي علل اوعواملوترمنځ ديوديالکتيکي حالت دبرقراريدوپه هکله:           26

هـ : په جرمي حادثه کي يوازي دمجرم دشخصيت په نظرکي نيولوپه هکله:   27

و : يوازي دامنيتي تدابيرودقبول په هکله : 27

څلورم پرګراف : داصالت عام مکتبschool of pragmatic)  ) :      28

لومړي جز : داصالت عام مکتب معرفت :   28

دويم جز : داصالت عام مکتب نظريات :    28

پنځم پرګراف : داجتماعي دفاع مکتب :    29

لومړى جز : داجتماعي دفاع مکتب معرفت :          30

دويم جز  : داجتماعي دفاع مکتب افراطي شاخه : 30

دريم جز : د اجتماعي دفاع معتدله شاخه :           31

شپږ م پر ګراف : نيو کلاسيک :    33

لو مړ ي جز : نيو کلا سيک مکتب د١٩ پيړي پو ري مر بو طه :        33

د و يم جز : نيو کلا سيک مکتب د٢٠ پيړي لو مړيو او د١٩ پيړ ي په پاي کي :         34

د ريم جز : معا صر کلا سيک مکتب :        34

الف : د معاصرنيو کلا سيک او کلا سيک  مکتب تر مينځ مقايسه     35

ب : د يوزيټويست مکتب او معاصرنيو کلاسيک مکتب ترمنځ مقايسه 35

ج :  داجتما عي د فا ع مکتب سره د معا صر نيو کلا سيک مکتب مقا يسه     35

اووم پر ګر ا ف : نيو پر ګمتيک مکتب :     36

لومړى جز: دنيوپرګمتيک مکتب نظريات : 37

اتم پراګراف : دسوسيالست مکتب 38

دريم فصل:        40

داسلام حقوق جزامکتب  40

لومړى پراګراف: داسلام حقوق جزامکتب منابع      40

لومړى جز: قرانکريم        41

دوهم جز:رسول (ص) سنت         41

د ر يم جز :اجماع           42

څلورم جز:قياس 42

دويم پراګراف : داسلام دحقوق جزا مکتب نظريات 43

لومړى جز: په حقوق جزا اسلام کې د مجازاتو اساس او بنسټ         43

دوهم جز: په حقوق جزاي اسلام باندې حاکم اصول           45

الف : دمساوات اصل       46

ب : د قانونيت اصل        46

ج :د شخصي والي اصل  47

پايله :    48

ماءخذونه :        49

ماخذ و منابع

١-  قرآنکريم

٢- نبوي احاديث

٣- دانش، پوهاند حفيظ الله ، عمومي حقوق جزا،لمړي ټوک ،( کابل: IDLO ،١٣٨٨)

٤- واثق،پوهنمل احمد ګل ، حقوق جزا اسلام لکچرنو(دننګرهارپوهنتون د حقوق پوهنځي :دريم ټولګي ،١٣٨٨ هـ ش)

٥- وليدي ، محمد صالح ، حقوق جزاي عمومي، جلد اول ( تهران: سازمان مطالعه و تدوين کتب علوم انساني دانشګاه سمت ،١٣٧٨ هـ ش )

٦- صلاحي،جاويد،کيفرشناسي (تهران :چاپ سوم ١٣٨٢ هـ ش)

٧- دانش، پوهاند حفيظ الله ، جزاشناسي،( کابل:IDLO ، ١٣٨٨ هـ ش )

٨- شمس صافي،شمس الاسلام،د تاريخ حقوق جزا لکچرنوټ ، ننګرهار پوهنتون د حقوقو پوهنځي،دريم ټولګي،١٣٨٩ هـ ش )

٩- منتظر القائم ،اصغر،تاريخ اسلام (دا نشګاه اصفهان،١٣٨٤ هـ ش)

 

 

 

جهت تماس به شماره های ذیر در تماس شوید

+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059